ما بایللی یو د ځان په رقم ځان دی روح مې تللی، تن مې څه دی، تش مکان دی ژوند په تا باندې سنګار و د زیورو مګر اوس لا تر یوه کفن ارزان دی مزل کیف که د لیلا په کوڅه ګام ګام له دې وروسته هدېره ده، یا زندان دی د بیلتون له آسه پل په پل روان یم بې وزېره باچا پاتې په میدان دی څڼې بیا هوا ته خلاصې کړه شمال دی عطر وپاشه زموږ په در باران دی